د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۴۰۰ کال د زمري شپاړسمه
د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په داسې حال کې چې د مجلس دویم نایب محمد اکبر ستانکزي او ځینو سناتورانو هم حضور درلود، نن د سمنګان ولایت د یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو سره وکتل.

کتنه کې یو تن د نورو په استازیتوب خبرې وکړی او ویې ویل: شاوخوا لس میاشتې کیږي چې د سمنګان ولایت د دریو روغتونونو او اوه څلویښت روغتیایي کلینیکونو ډاکټرانو او کارکوونکو د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کوونکې موسسې(اهید) لخوا خپل معاشونه او حقوق نه دي ترلاسه کړي او هم د یادې موسسې لخوا لازم درمل، خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مواد د روغتیایي مرکزونو واک کې نه دي ورکړل شوی چې یاد شکایت د سمنګان ولایت سیمه ییزو مسئولانو او د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره هم شریک شوی چې تراوسه ورته رسیدګي نه ده شوې.
محمدعلم ایزدیار د دوی د شکایت د اورېدو وروسته د روغتیایي کارکوونکو او ډاکټرانو د رښتینو خدمتونو او هڅو څخه په ستاینې سره ژمنه وکړه چې د دوی شکایت به د عامې روغتیا وزارت د سرپرست، د سمنګان ولایت د عامې روغتیا د رئيس، د اهید موسسې د لومړۍ درجه مسئول او د نړیوال بانک د استازی په حضور کې په یوې غونډه کې مطرح کړي ترڅو ورته لازمه رسیدګي وشي.