د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د کب ۲۸ مه
د مشرانوجرګې د دارالانشاءلوی رئیس
عبد المقتدر ناصري د دارالانشاء د ځینو رئیسانو او کارمندانو سره یو ځای نن د غرمې
وروسته د ملي شورا د الحاقیې په محوطه کې نیالګي کینول.

د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدرناصري په نوي۱۴۰۰ لمریزکال کې د
هېوادوالو د سوکالۍ او هوساینې د هیله مندۍ سربېره څرګنده کړه چې د نیالګیو کینول،
ونو او سرسبزي ته لازمه پاملرنه په چاپيریال مثبتې او مستقیمې اغیزې لري چې ټول
باید د چاپيریال د ښه ساتنې او شین والي په برخه کې لازمه ونډه ولرو.
د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس د بڼوالو د
ګټورو کوښښونو او خدمتونو څخه په مننې سره له دوی وغوښتل ترڅو د ملي شورا د نوې
ودانۍ او الحاقیې په ساحو کې د نیالګیو او ونو د اصلاح او پالنې برخو ته لازمه
پاملرنه وکړي.