اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۱۷ مه٬ ۱۴۰۱ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د کب مه۷ نیټه

 د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدر ناصري او د دارالانشاء د مشرتابه غړو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې (ملت ته د دولت د حساب ورکولو برنامه کې) ګډون او د ۱۳۹۹کال په بهیر کې یې د مشرانوجرګې او د دارالانشاء د کړنو او لاسته راوړنو په اړه راپور ورکړ.

دې برنامه کې چې د دارالانشاء رئیسانو او د مختلفو برخوکارمندانو،د رسنیو استازو او د حکومت د رسنیو د مرکز کارکونکو حضور درلود، د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس د قوانینو د طی مراحلو، د حکومت د کړنو څخه د څارنې او خلکو څخه د جرګې د غړو د استازولۍ، او د دارالانشاء د تقنیني، اطلاعاتي، نړیوالواړیکو، مالي، اداري او تشکیلاتي برخو په اړه یې مفصل معلومات شریک کړل چې دحاضرینو د پام وړ وګرځیدل.

7-Hot99-GEN1.JPG

عبدالمقتدرناصري وویل ۱۳۹۹ کال کې شاوخوا پنځلس ميليونه افغانۍ د قراردادونو او پيرلو برخو کې سپما شوي او ترڅنګ يې د دارالانشاءاړوند ټول نقليه وسايط د (جي پي ايس) په سيستم سمبال شوي او دتیلو مصرف کم شوی دی ،او زياته يې کړه چې د هېوادوالو او رسنيو دلاسرسي له پاره د قوانينو ډيټابيس او پارلماني آرشیف جوړ شوی چې مينوال کولای شي په اسانۍ سره د قوانینو په برخه کې معلومات حاصل کړي همداراز نوی میکانیزم جوړی شوی چې د مدني ټولنې غړي کولای شي ترڅو د مشرانوجرګې په مختلفو کمیټو کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس د دې ریاست بېلابېلو برخو کې د لازمو اسانتياوو او روڼوالي د برابرېدو څخه د يادونې ترڅنګ وويل سره له دې چې د کرونا وبا جدي ستونزې رامنځ ته کړې خو بیاهم دا اداره و توانېده چې ۱۳۹۹کال کې خپله ۹۹ سلنه عادي او ۹۸سلنه پرمختيايي بودجه مصرف او د مشرانوجرګې د کلينيک د ودانۍ د جوړېدو کار بشپړ کړي.

عبدالمقتدر ناصري څرګنده کړه چې مشرانوجرګې ۱۳۹۹ کال کې ۵۹ عمومي ناستې،۲۱د رئیسانو د کمیټې ناستې او ۶۱۷ د کمېسيونونو غونډې جوړې کړي او هم یې۲۴عنوانه قوانین او فرمانونه او اته عنوانه نړیوال سندونه تصويب او تصديق کړي او ترڅنګ یې د ۱۴۰۰مالي کال د ملي بودجې سند د سناتورانو د مشورتي نظریو سره مل تصویب او ولسي جرګې ته استولی دی او د هېوادوالو ۱۷۰ شکایتونه او غوښتنې یې هم اړوندو کمیسیونونو کې څېړلي او تعقیب کړي دي.

نوموړي زیاته کړه روان کال کې د سنامجلس غړو په نړیوالو پروګرامونو کې د افغانستان څخه د ښې استازولۍ په برخه کې هم په دریو نړیوالو ناستو کې فزیکي حضور لرلی او همداراز یې په اوو مهمو کنفرانسونو کې په آنلاین ډول ګډون کړی دی او توانیدلي چې مختلفو هېوادونو سره ۱۲بین الپارلماني ګروپونه جوړکړي.

7-Hot99-GEN2.JPG

د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس د دې ادارې د کارمندانو د هڅو او کوښښونو څخه د مننې ترڅنګ وویل د مشرانوجرګې تول فعالیتونه د ټولنیزورسنیو، د مشرانوجرګې د تلویزیون ،د دې مجلس د نشریو او نورو رسنیو له لارې په ټاکلي موده خپریږي ترڅو هېوادوال د خپلو استازو د کړنو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو برنامه  د سلواغې له لومړۍ څخه پیل او د کب د میاشتې تر لسمې نېټې به دوام وکړي چې د وزارتونو، خپلواکو رياستونو او بودجوي واحدونو په ګډون ټولې دولتي ادارې مکلفې شوي چې د مهالوېش سره سم د ۱۳۹۹ مالي کال د فعاليتونو اړوند د رسنیو له لارې د ادارې د لومړي شخص له خوا د خپلو مرستيالانو په حضور سره ملت ته معلومات وړاندې کړي او د رسنيو پوښتنو ته ځواب ووايي چې په همدې موخه نن پنجشنبه د کب په اوومه نېټه د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدرناصري د خپل مسلکي او پارلماني چارو مرستیال تیمورشاه قویم  او د دارالانشاء د نورو مسؤلانو په ګډون، ملت سره  معلومات شریک کړل، او په پای کې د رسنیو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.