اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۶ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي شپاړسمه

د ملي شورا مشرانوجرګې د تقنیني اوولسمې دورې د دویم کال د دویم اجلاس لومړۍ غونډه د اوړي د تعطیلاتو وروسته نن یکشنبه د سنا مجلس د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ترسره شوه.

په پيل کې فضل هادي مسلم یار سناتورانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ څرګنده کړه چې د ولایتونو څخه د سناتورانو د موکلینو ستونزو ته د رسیدګي په اړه ترلاسه شوي معلومات به د اړوندو حکومتي بنسټونو سره شریک کړي، همدا راز یې هېواد کې د وروستیو سیلابونو په ځانګړې توګه پروان ولایت کې د رامنځته شویو زیانونو په اړه خبرې وکړې او د مرستو په رسولو یې ټینګار درلود.

16-Sunbola99-JAL1.JPG

د مشرانوجرګې رئيس د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو وروستیو خوځښتونو ته په اشارې سره د هېواد د امنیتي ځواکونو له اتلولیو او سرښندنو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او له هغوی څخه یې ددې جرګې د پرېکنده ملاتړ ډاډ ورکړ.

په آزادو بحثونو کې د مجلس رئيس او غړو د سنامجلس د پخواني غړي محمد حسن خان هوتک وژنه وغندله او د مسئولو ارګانونو یې وغوښتل چې د نوموړي د شهادت عاملین وپیژني او مجازات دې کړي او د کابل ښار او د هېواد دمواصلاتي لارو د امنیت ټینګښت اړوند دې لازم تدابیر ونیسي.

سناتورانو خپلو خبرو کې د هېواد د په ځانګړې توګه د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د عمومي لارو د ناامنیو او د جګړو زیاتوالي په برخه کې د طالبانو کړنې د سولې خبرو سره په ټکر کې وبللې او د یادې مزدورې او شریرې ډلې د ټکولو غوښتونکي شول.

د مجلس غړو باعزته سوله د هېوادوالو اساسي غوښتنه یاده کړه او له ولسمشر او د روغې جوړې د عالي شورا د رئيس له خوا د یاد ملي بهیر اړوند په لا زیاتو همغږیو په ټینګار سره څرګنده کړه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پربنسټ د افغان حکومت له خوا په یاد بهیر کې پراته ټول خنډونه لیرې شوي نو باید د سولې مذاکراتو کې د ټولو خواوو له خوا تلپاتې اوربند ته غاړه کیښودل شي او چاته ته اجازه ورنه کړل شي چې د جمهوریت نظام، وسله وال پوځ، د ښځو حقونو او د دیني او مذهبي اقلیتونو په ګډون د وروسیتو دوو لسیزو ارزښتونو باندې معامله وکړي او هم ټینګار پدې وو چې د حکومت ترڅنګ سیاسیون هم مسئولیت لري چې په دې ملي او برخلیک ټاکونکې بهیر کې فعاله ونډه ولري او مشرانوجرګه دې باید په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

هېواد په خاص ډول پروان، کاپيسا، پنجشیر،میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې د سختو سیلابونو څخه رامنځته شوي زیانونه او متضررینو ته د خصوصي برخې مرستې هم له هغو مواردو وو چې د سناتورانو له خوا پرې بحث  او ټینګار وو چې ملي او نړیوال بنسټونه دې هېواد کې د سیلابونو زیانمنو ته پاملرنه وکړي او د چاریکارو ښار زیانمنو اوسېدونکو ته دې سرپناه برابرې کړي.

16-Sunbola99-JAL2.JPG

غونډه کې د غزني ولایت سناتور محمد رحیم حسنیار د یاد ولایت د اوسېدونکو د اعتراضونو څخه یادونه او وویل، حکومت دې د یاد ولایت د اوسېدونکو غوښتنو او د امنیت ټینګښت ته پاملرنه وکړي.

د رسنیو په حواله د غزني سلګونه اوسېدونکو د ناامنیو د زیاتوالي، هدفي وژنو او د یادې موضوع په نسبت د مرکزي حکومت د بی پامۍ له امله لاریونونه کړی او د کابل- کندهار لویه لار یې تړلې، سیمه ییز حکومت یې په ناتوانۍ او د مدیرت په نشتوالي تورن کړی او د چارواکو د لیرې کېدو غوښتونکې دي.

 بیځایه شویو او د ملکي یوشمېر خلکو جسدونو ته په رسیدګۍ ټینګار چې د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی، د جګړو په میدانونو کې د ملي دفاع وزارت پرسونل ته جدي پاملرنه، د مشورتي لویې جرګې د ټولو پرېکړو دپلي کېدو غوښتنه، د امام حسین او یارانو د شهادت د ورځې د محرم د لسمې څخه یادونه، د اساسی قانون پر پلي کېدو د څار د خپلواک کمېسیون د غړي ډاکټر عبدالروف هیروي او د هېواد د نامتو شاعرې او لیکوالې حمیرا نکهت دستګیرزاده  د مړینې په نسبټ د غم شریکۍ څرګندول، د هېواد د پوهنې برخې د کادر ډاکټر عبدالباقی امین د شهادت په نسبت غمرازي، د ولسمشرمحمد اشرف غني او د روغې جوړې د عالي شورا شورا د رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په پلي کېدو ټینګار، د شهید اونۍ او د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نولسمې کلیزی څخه یادونه او ځینې نور موارد هم غونډه کې مطرح شول او د تروریستي او طبیعي پېښو د ټولو شهیدانو روحونو ته د کلام الله مجید د مبارکونو آیتونو په تلاوت سره دعا وشوه.

د آزادو بحثونو په پاي کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هېواد د ورستیو سیلاوونو د تلفاتو او د هېواد د علمي او سیاسي یو شمېر څېرو د شهادت او مړینې په نسبت ژوره خواشیني وښوده او د قربانیانو د کورنیو سره یې خپل د تسلیت مراتب شریک کړل، همدارنګه  ژمنه یې وکړه چې د پروان او د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د بیځایه شویو ستونزې به له چارواکو سره شریکي کړي.

د مشرانوجرګې رئيس پلازمېنه او ولایتونو کې د ناامنیو له کبله د خلکو اندېښنې پرځای وبللې او ټینګار یې وکړ چې باید د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي او کومه کمزورتیا او بې کفایتي چې کابل کې شتون لري باید ورته رسیدګی وشي ځکه شته امنیتي وضعیت د منلو نه دی او ورته اړینه پاملرنه د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده، د مجلس رئیس زیاته کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه به یوې راتلونکې ناسته کې استجواب شي او یاد موارد به ورسره په جدي توګه شریک شي.

 د سنامجلس رئېس سوله د خلکو اساسي اړتیا وبلله او وویل، د مشورتي لویې جرګې وروسته د خلکو تمه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل په اړه ډېره شوې، هیله ده چې د خبرو اترو نېټه روښانه او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی قطر ته سفر وکړي او د مذاکراتو د پیل وروسته یې اجندا روښانه شي.

د جرګې رئیس زیاته کړه، نظام کې د طالبانو د یوځاي کېدو مخالف نه یو هغوی دی د جمهوریت په چوکاټ کې راشي او حکومتي بېلا بېلو برخو کې دې په مشترکه توګه د افغانستان د راتلونکي له پاره کار وکړي، همدا راز یې ټینګار وکړ چې حکومت دې د سولې بهیر کې د هېواد لږکیو ته پاملرنه ولري. فضل هادي مسلم یار د کنړ پرسیند د بند د رغاونې او د اوبو د مهارولو اړوند د یو شمېر رضاکارانو د کمپاین څخه ملاتړ او د هغوی هڅې یې وستایلې او هم یې  وویل چې حکومت باید د هرې ممکنې لارې لاس په کار شي او د کنړ د سیند  اوبه دې مهار کړي.

16-Sunbola99-JAL4.JPG

 همدا راز یې د ډیورنډ فرضی لیکې په اوږدو په ځانګړې توګه د قندهار سپین بولدک او د ننګرهار ولایت په مومندره کې د پاکستاني ملیشو تیری په کلکو ټکو وغانده  او د پاکستاني متجاوزو ملیشو پروړاندي یې د امنیتي ځواکونو او دسیمې د اوسیدونکو باالمثله عمل وستایه او پدې جګړه کې د هېواد د ملي اردو د منسوب بریدمل عبدالحلیم لغماني د شهادت په نسبت یې  خپل د ډاډګېرنې مراتب د یاد شهید له کورنۍ او د سنګر ملګرو سره شریک کړل، او څرګنده یې کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مدیریت باوري یو چې نوموړی به د فعالې دیپلوماسۍ له لارې یادې ستونزې ته رسیدګي وکړي او په کابل کې میشت د پاکستان سفیر به احضار کړي.

16-Sunbola99-JAL3.JPG

 د سنامجلس رئيس د غزني ولایت کې د اوسېدونکو د لاریونونو په اړه وویل باید اړونده چارواکي د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي. په پاي کې یې د پوهنې وزارت څخه وغوښتل ترڅو د دولتي ښوونځيو د زده کړو په اړه دې پخپله  پرېکړه بیاکتنه وکړي او اجازه دې ورکړي چې د دولتي ښوونځیو درسونه پيل شي.

همدا راز نننۍ ناستې ته د ښاروالیو قانون ، د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړېدو، د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون اته ویشتمه ماده کې د درېیمې فقرې د زیاتېدو، د ازموینو د ملي ادارې د جوړېدو او سارک پراختیایی صندوق لایحې اړوند د ولسمشر تقنیني فرمانونه معرفي او د مطالعاتو په موخه اړوندو کمېسیونونو ته وپيژندل شول.