اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال، د چنګاښ ۱۵مه نېټه

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن د سعودي عربستان شاهي هېواد سفیر ښاغلي جاسم محمد الخالدي سره د علاقې وړ موضوع ګانو په اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې.

15-Saratan99-MUL1.JPG

د مشرانوجرګې رئيس کتنه کې د افغان ولسونو سره بېلا بېلو برخو کې د دوست هېواد سعودي عربستان له پخوانیو مرستو څخه د مننې سربېره وویل، دواړو اسلامي هېوادونو ته اړینه ده چې د سیاسي او ټولنیزو نېکو مناسباتو په چوکاټ کې عمل وکړي او هیله ده کوم هوکړه لیکونه چې د دواړو ملګرو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي، په ښه توګه پلي شي او د ګټو له مخې یې افغان لوري سره مرستې لا زیاتې شي.

15-Saratan99-MUL2.JPG

فضل هادي مسلم یار د افغانستان دجګړې په پای ته رسولو کې د سعودي عربستان رول ګټور وباله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد د چارواکو د همکارۍ په پياوړتیا ټینګار درلود او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د روانې جګړې د حرام او ناروا ګڼلو په اړه مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ د علماو د ناستې اعلامیه او دحرمینو شریفینو د امامانو فتوا دستایلو وړ دي او باید دتاوتریخوالو څخه د خوندي افغانستان له پاره ټولې هڅې په منسجم ډول مثبتو پایلو ته ورسییږي.

15-Saratan99-MUL3.JPG

د مشرانوجرګې رئيس زیاته کړه دا چې افغانستان کې دفرضي حج مینه وال زیات دي او له بلې خوا د کرونا وبا د سږکال حج مراسمو کې د حاجیانو د نه ګډون لامل شوه او همدا راز د افغان حاجیانو ونډه هر کال ۳۰ زره تنه ده، هیله مندیو دا ونډه راتلونکو کلونو کې ۳۵ زره تنو ته لوړه شي او هم دې د سعودي عربستان له لوري د ټولګټو تاسیساتو او جوماتونو جوړول ډېر شي.

مسلم یار د پارلماني اړیکو پراخوالې او ټینګښت او د پلاویو تګ راتګ د دواړو لورو په ګټه وګڼه او چمتوالی یې وښود چې مشرانوجرګه د سعودي عربستان د پارلمان د رئيس کوربه توب ته علاقمندي لري.

15-Saratan99-MUL4.JPG

ورپسې د عربستان شاهي هېواد سفیر ښاغلي جاسم محمد الخادي وویل: د سعودي عربستان پاچا افغانستان کې دسولې ټینګښت لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې همکاریو ته ژمن دی، نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان له پاره د پنځه دېرشو پرمختیایي پروګرامونو او د سلو ښوونځیو د جوړېدو لپاره بودجه منظور کړې او په نږدې راتلونکي کې به ننګرهار ولایت کې د افغانستان د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو عملي کار پیل شي او هم به د دېرش میلیونه ډالرو په ارزښت کابل کې یو مجهز روغتون جوړ شي.

15-Saratan99-MUL5.JPG

15-Saratan99-MUL6.JPG

جاسم محمد الخالدي څرګنده کړه، چې د سعودي عربستان د عامي روغتیا وزارت په دې هم کار کوي ترڅو د افغانستان سره د عامه صحي پروګرامونو دپلي کېدو په برخه کې نقدی او مالی مرسته وشي او د افغان زیارت کوونکو ونډه به هم د راتلونکو کلونو لپاره ډېره شي، همدارازیې د مشرانوجرګې رئيس څخه وغوښتل چې د یوشمېر ټولګټو پروژو د پلي کېدو نوملړ له دې سفارت سره شریک کړي ترڅو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پلي شي.

15-Saratan99-MUL7.JPG

په پای کې د ښاغلي الخالدي د غوره خدمتونو او اجرااتو له امله د مشرانوجرګې تقدیرلیک او نښان د مجلس د غړو په استازولۍ د جرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار له خوا نوموړي ته ډالۍ شول.