اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۴ مه

د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزی نن د کابل ښار د درېیمې، پنمې او اوومې ناحیې د اوسېدونکو شکایتونه چې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته راستول شوي وو، د کابل ښاروالۍ د پراختیا معین او د یادو ناحیو د ریسانو سره شریک کړل.

14-Saratan99-MUL1.JPG

په دې ناسته کې چې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون رئيس الحاج لطف الله بابا او غړو ګډون درلود د جرګې دویم نایب د کابل ښاروال په نه راتګ د نیوکې ترڅنګ وویل، د یادو ناحیو اوسېدونکې او د پلازمېنې ټول وګړي تل د خپلسرو، غیر معیاری او غیر پلانی لوړ پوړیزو ودانیو د رغاونې څخه شکایت لري ځو د کابل ښاروالۍ له خوا په یادې برخه کې هیڅ راز عملي مخنیوی نه دې شوې.ورپسې د یادو ناحیو ریسانو د موضوع په تړاو د معلوماتو وړاندي کولو ترڅنګ ښار کې د غیر معیاری او غیر پلاني ودانیو شتون پلازمېنه کې د عمده وو ستونزو څخه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د تیرو کلونو په پرتله شاوخوا نوی سلنه کابل ښار کې د غیر قانوني او غیر پلاني لوړ پوړیزو ودانیو د رغاولو مخه نیول شوې ده.

14-Saratan99-MUL2.JPG

په پاي کې د مشرانو جرګې دویم نایب د یادو ناحیو له ریسانو او کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل ترڅو کابل ښار کې د غیر قانوني ودانیو د رغاونې څخه د مخنیوی په موخه د خپلو کړنو اجراات په لیکلي توګه د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون په واک کې ورکړي او هم دې ښار کې د خپلسرو او غیر پلاني ساختمانونو د کار جریان وځنډوي چې په دې برخه کې د یادو ناحیو د ریسانو له خوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

14-Saratan99-MUL3.JPG