اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ نهمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د دې جرګې د اداري پلاوي غونډې ته د ماليې وزارت سرپرست او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د ملي بودجې اړوند ځينو مواردو په اړه معلومات ورکړل.

9-Saratan99-MUL3.jpg

دا ناسته چې د ريسانو کميټې تالار کې ترسره  شوه په کې د ادارې پلاوي د غړو سربېره د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان، دجرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدر ناصري او د ماليې وزارت معين حبيب الله ځدران ګډون درلود.

غونډه کې وویل شول چې د هېواد د اساسي قانون د ۹۸یمې مادې سره سم باید د بودجې مسوده لومړی مشرانوجرګې ته وړاندې شي چې سناتوران یې په اړه خپلې طرحې او تخصصي نظریې شریکې کړي خو د ډېریو کلونو راهيسي بودجه کې تعديلونه، د کال د نيمايي بودجې  د څېړنې طرح او قطعيه حساب هيڅکله دې جرګې ته نه دي استول شوي  چې دا ټول موارد د اساسي قانون خلاف عمل دی او بايد په راتلونکي کې د حکومت له لورې ورته پام وشي.

9-Saratan99-MUL4.jpg

ورپسې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضياالحق امرخېل د مشرانوجرګې دا لیدلوري د اساسي قانون سره سم وګڼل او پدې اړه یې د ياد وزارت د پاملرنې  ډاډ ورکړ او ویې ویل، مشرانوجرګې په مهمو مسایلو کې تل ملي پرېکړې کړي دي.

په همدې توګه د ماليې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال د کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه د پيسو د نړيوال وجهي صندوق څخه د اوولس ميليارده پور د اخيستو طرحې د تائید په اړه  د ملي شورا مشرانو جرګې څخه د مننې سربېره  د 1399 مالي کال بودجه کې د تعديلاتو د طی مراحلو  په اړه هم د دې جرګې د همکارۍ غوښتونکی شو  او ډاډ يې ورکړ چې له دې وروسته به د بودجې اړوند ټول موارد لومړی مشرانوجرګې ته وليږل شي او هم یې ژمنه وکړه چې د جرګې د دارالانشاء  بودجوي کمښتونه به د ياد وزارت د پخوانیو  ژمنو سره سم حل کړي.

9-Saratan99-MUL5.jpg

په پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم يار د چارواکو له ګډون  او د دوی  له ژمنو قدرداني  وکړه او ويې ويل چې مشرانوجرګه د ملت دکور  دیوې خونې په توګه تل  د خپلو ولسونو ترڅنک پاتې شوې او د هېواړ ملي منافعو ته په پام به د اړونده حکومتي بنسټونو سره هر اړخیزې همکارۍ او مرستې کوي.

همدا راز د اداري پلاوی د غونډې په یوې برخه کې د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي د ترانسپورت او مالیې وزارتونو او نورو بنسټونو د حکومتي سلو کارکوونکو د فیس د نه ورکړې موضوع مطرح او و ویل، یو شمېر کارکوونکي چې د ادارو له خوا تحصیلي بنسټونو ته دلوړو تحصیلاتو په موخه معرفي شوي، د ځینو سمسترونو فیسونه یې د ادارو له خوا نه دې ورکړل شوي چې محصلین له دې پلوه ستونزو او تشویش سره مخ شوي دي، هیله ده چې په دې برخه کې همکاري وشي. چې د مالیې وزارت سرپرست د محصلانو د فیس د ورکړې په اړه ډاډ ورکړ. د ویلو ده چې یاده موضوع څو ځلې د مشرانو جرګې د دویم نایب له خوا حکومتي اړوندو مسئولانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو سره مطرح او څېړل شوې ده چې د مشرانو جرګې د دویم نایب د زیاتو کوښښونو پربنسټ یو شمېر خصوصی تحصیلی بنسټونه دې ته تیار شوي چې محصلانو په فیسونو کې پنځوس سلنه تخفیف ورکړي.