اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۸ نېټه

د مشرانوجرګې دویم نايب محمد اکبرستانکزي نن د خپل کار په دفتر کې د عدنان الهام ساختماني شرکت شکايت د ملي بانک رئیس او د افغانستان بانک مرستيال سره مطرح کړ.

28-Jawza99-MUL1.jpg

ناسته کې د ياد شرکت مسوول وويل: درې کاله وړاندې يې د ملي بانک څخه د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند د هودخېلو سيمه کې جايداد د داوطلبۍ له لارې وپېره او په کې يې ساختماني کارونه هم وکړل خو تراوسه ملي بانک ونه توانید چې د ياد جايداد شرعي قباله یې په واک کې ورکړي او دې موضوع ته د رسيدګۍ غوښتونکی شو.

د افغانستان او ملي بانکونو مسئولانو د شرعي قبالې د نه اجرا او بانکي حساب کې د ياد شرکت د پيسو د مسدود والي اړوند معلومات وړاندې کړل، خو د ملي بانک له خوا ترسره شوي اجراات کافي ونه بلل شول او  پرېکړه وشوه چې بايد د ملي  بانک  د مشرتابه بورد عارض ته اجازه ورکړي چې د خپلو پيسو څخه چې بانکي حساب کې يې بندې دي ګټه واخلي او کله چې د جايداد شرعي قباله اجرا شي د پیسو په بدل کې دې د شرکت په واک کې ورکړل شي.