دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۵ مه نېټه
د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام

د ملي شورا مشرانوجرګې او دجرګې د دارالانشاء
لوی ریاست په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د هېواد یو تن حقوق پوه او د دې جرګې
د دارالانشاء متقاعد کارکوونکی میاګل سروش وفات شوی.
انالله و اناالیه راجعون
مرحوم میاګل سروش پوه، مؤدب، مسلکي او پاک
نفسه کادر وو چې د خپل عمر زیاته برخه یې د حکومت په مختلفو ادارو په ځانګړې توګه
د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی ریاست کې د حقوقي مطالعاتو د آمر او دتقنیني چارو کمیسیون د سلاکار په توګه یې دندې ترسره
کړي.
مشرانوجرګه او د دارالانشاء لوی ریاست یې
مرحومي ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر دعاګاني کوي،
روح دې ښاد او یاد دې تل پاتې وي.
د مشرانوجرګې لومړی نایب
محمد علم ایزدیار