اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتې دفتر

 د ١٣٩٩کال د غبرګولي ٣ مه

د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي شورا مشرانوجرګې د مبارکی پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملی شورا د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوی، غړي او د جرګې دارالانشاء د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت خپلې مبارکۍ او نیکې پيرزوینې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مشرتابه،  د جمهوري رياست محترمو مرستیالانو، جهادي محترمو رهبرانو، د مصالحې د عالي شورا رئيس او غړو، د ملي شورا محترمو غړو، د سترې محکمې غړو، د کابینې غړو، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت زړه ورو منسوبینو، علمای کرامو،، د شهیدانو او معلولینو معظمو کورنیو، ټولو هېوادوالو، له هېواده بهر افغانانو او د نړۍ  مسلمانانو ته تقدیموي او هیله لري چې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوی طاعات، عبادات او صدقې د منان رب په دربار  کې قبولې شوي وي او هم د اختر مبارکې ورځې په خوښی سره تیرې کړي.

 د مشرانوجرګې غړي  په داسي حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې وحشیانه او تروریستي بریدونه او نه بخښوونکې وژنې په کلکو ټکو غندي او دکرونا ناوړه ناروغۍ څخه خواشيني  دي  د لوی رب درګاه ته لاسونه لپه کوي چې د مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو په برکت جګړه او ورانی له افغانستان، اسلامي هېوادونو او د بشریت له نړې ختم ترڅو مسلمه امت د سولې، سعادت، سرلوړۍ او سرفرازۍ په فضا کې ژوند وکړي.

 مشرانوجرګه هېواد کې د سولې د ټينګښت د هيلو ترڅنګ د یو شمېر هغو هېوادوالو څخه چې په یو ډول د شر اچوونکو کړیو تر اغیز لاندې دي غوښتنه کوي چې د جګړې او ورور وژنې د پای له پاره خپلې لیکې د نه پخلاکېدونکو مخالفینو او بهرنیو دښمنانو څخه جلا او د کوچني اختر د مبارکو ورځو په رارسیدو سره د سولې بهیر سره یو ځای شي.

په پای کې د هېواد له زړه ورو امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کیږي چې په بشپړې هوښیارۍ او ویښتیا سره د کوچني اختر په ورځو کې د وېره اچوونکو په مقابل کې د خلکو د امنیت، ځان او مال څخه تر پخوا زياته ساتنه وکړي.ومن الله توفیق

د ملی شورا د مشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار