اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۹ کال د غویي ۲۲ نېټه

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د مشرانوجرګې د شکایتونو اورېدو د کمیسیون په فوق العاده غونډه کې، د عامه اړیکو او ستراتیژيکو چارو په برخه کې د ولسمشر سترسلاکار وحید عمر څخه یولړ پوښتنې و شوې.

22-Sawr99-Shikayat1.jpg

له نوموړي څخه د کرونا ناروغۍ سره دمبارزې په برخه کې د ۲۷ میلونه افغانیو د مصرف دڅرنګوالي، د یوشمېرمحلي چارواکو له خوا دې ناروغۍ ته د ځانګړې شوې بودجې څخه د ناوړه ګټه اخیستو، په ټاکلي نېټه د هرات ولایت نه قرنطین، کابل ښار کې د څلور نیمو کیلو غنمو دویش، د جرګې اړونده ناستو کې د نوموړي نه ګډون او یولړ نور مسایل و پوښتل شول.

وحید عمر په خپلو خبرو کې وویل چې د کرونا سره د مبارزې د کمیټې مشري د ولسمشر دویم مرستیال لري او په خپله یې ددې کمیټې د عامه پوهاوي په برخه کې دنده لرله او په دې لاره کې ځانګړې شوې ۲۷میلیونه افغانۍ په غږیزه او تصویري توګه د صحي پیغامونو دجوړېدو، د مخابراتي شبکو د چارواکو سره د همغږۍ، د یومیلیون تبلیغاتي پاڼو د چاپېدو، پلازمېنه کې د بلبوردونو د نصبولو، د معلوماتو  ورکولو مرکز کې د۵۰ تنه صحي کادرونو د ګمارنې او په ورځ کې تر ۵ زرو اړیکو ته د ځواب ویلو په موخه د دې مرکز د ظرفیت لوړلو او  د رسنیو سره د تخصصي بحثونو د ترسره کولو په موخه د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې مصرف شوي دي.

د ولسمشرسلاکار زیاته کړه د هرات ولایت د قرنطین د څرنګوالي په برخه کې غلط فهمي شوې ځکه د عامې روغتیا وزارت تروړاندیز۳۶ ساعته وروسته یاد ولایت قرنطین شوی او هم پلازمېنه کې د غنمو ویش د دکابل ولایت د محلي ادارې له لورې ترسره شوی.

22-Sawr99-Shikayat2.jpg

هغه څرګنده کړه کومه بودجه چې کروناسره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې په خپله ولسمشر والیانو ته هدایت ورکړی چې په لازمه رونټیا سره دې مصرف شي او له دې بهیرڅخه دې د مالیې وزارت نظارت و لري.

ورپسې ډاکټرزلمي زابلي وړاندیز وکړ چې د هېواد ولسمشر دې ولایتونو ته د ځانګړې شوې  بودجې په اړه بیاکتنه وکړي ځکه ددې بودجې څخه یوشمېر والیان او نور مسؤلین ناوړه ګټه اخلي دمثال په ډول په تخارولایت کې سره ددې چې دولتي ځمکه شتون لري خو ددې ولایت والي د کرونا ناروغۍ څخه د وفات شویو کسانو د ځانګړې هدیرې لپاره ۹ میلیونه افغانۍ ځمکه اخیستې او په بادغیس ولایت کې  د مصنوعي تنفس  یوه پایه ماشین په درې میلیونه افغانۍ قرارداد شوی خو په ملي شورا کې دیاد ولایت استازي شکایت لري چې بل قراردادي شرکت حاضر دی چې دا ماشین په ۷ سوه زره افغانۍ  برابروي ولې د بادغیس والي نه غواړي چې لومړنی قرارداد فسخه کړي ، ددې سربېره ځینو  نورو ولایتونو کې هم طبي وسایل په لوړه بیه خریداري شوي.

ډاکټرزابلي کروناسره د مبارزې په برخه کې د شکایتونو اورېدو کمیسیون د جدي همکارۍ څخه یادونه وکړه اوویل چې باید یې په ناستو کې د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو چارواکي ګډون وکړي چې د وحیدعمر له لورې ډاډ ورکړل شو ترڅو د کمیسیون وړاندیزونه به ولسمشر سره شریک کړي.

22-Sawr99-Shikayat3.jpg

په پای کې لویې څارنوالۍ ته د عامې روغتیا وزیر او حید هم د پېژندې په اړه پر شوې پرېکړه د بیاکتنې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ډاکټر زلمي زابلي وویل: دا موضوع د عمومي مجلس له صلاحیتونوڅخه ده چه وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي ولې تراوسه کومه پرېکړه نده شوې  خو په پرونۍ عمومي ناسته کې پرې بحث شوی اما  تمه ده چې د ولسمشرسلاکار وحیدعمر په څېر دې په یوه ناسته کې دعامې روغتیا وزیر ډاکټرفیروزالدین فیروز ګډون او دخپلو اجرااتو په اړه دې رپوټ ورکړي.