اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د وري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وري پنځمه نېټه

د یوه تن دیني عالم مولوي نورپاچا حماد د ترور په اړه د ملي شورا دمشرانوجرګې د خواخوږۍ پيغام

مشرانوجرګې په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د جیدو او نامداره علماو څخه یوتن مولوي نور پاچا حماد په دې وروستیو کې د نامعلومو وسله والو په بریدکې په شهادت رسیدلی.

انا لله وانا الیه راجعون

5-Hamal99-Payam.jpg

شهید مولوي نور پاچا حماد د هېواد د علمي شخصیتونو څخه وو چې خلکو ته د اسلامي پوهنې په رسولو او د اسلام مقدس دین په لاره کې یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او هغه څوک وو چې د منبر او رسنیو له لارې یې هېواد کې د طالبانو جګړه ناروا ګڼله او غندله یې، چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې مربوطاتو کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې په شهادت ورسېد.

د ملي شورا مشرانوجرګه د یادشهید کورنۍ، خپلوانو او د هېواد علماو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، شهیدمولوي نورپاچاحماد ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او ټینګارلري چې مسئول امنیتي ارګانونه دې د دې پېښې د عاملینو په پيژندلو او نیولو کې جدي هڅې وکړي او هم دې د علمای کرامو د امنیت ټینګښت ته لازمه پاملرنه ولري.

د مشرانو جرګې لومړی نایب

محمدعلم ایزدیار