د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۵ نیټه
د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدر ناصري ملت ته د ځواب ورکولو کلني پروګرام کې د قوانينو، د
حکومت له کړنو څخه د څارنې، خلکو څخه د استازولۍ او نورور مواردو په برخو کې د
مشرانوجرګې او د د دارالانشاء فعاليتونه او لاسته راوړنې روښانه کړې.

نوموړي وویل 1398 کال کې شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ د قراردادونو او
پيرلو برخو کې سپما شوي او ترڅنګ يې د موټرو د ترميم لپاره يو مجهز ورکشاپ جوړ شوی
او د دارالانشاء اړوند ټول نقليه وسايط د (جي پي ايس) په
سيستم سمبال شوي ،او
زياته يې کړه چې د هېوادوالو او رسنيو له پاره د قوانينو ډيټابيس او پارلماني
آرشیف جوړ شوی چې مينوال کولای شي په اسانۍ سره د ملي شورا د شپاړسمې او اوولسمې
تقنيني دورو څخه پوهاوی ترلاسه کړي.
د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی
رئیس د دې ریاست بېلابېلو برخو کې د لازمو اسانتياوو او روڼوالي د برابرولو څخه د
يادونې ترڅنګ وويل 1398کال کې نهه نوي سلنه عادي او شاوخوا ۹۷سلنه
پرمختيايي بودجه مصرف شوې
چې د پرمختيايي بودجې زياته برخه د مشرانوجرګې د کلينيک ودانۍ په رغاونه لګول شوي
چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
عبدالمقتدر ناصري د
مشرانوجرګې فعاليتونو څخه په يادونې سره څرګنده کړه چې ياد مجلس د۱۳۹۸ کال په لړ کې درې شپېته عمومي ناستې، ۶۹۹ د کمېسيونونو غونډې او اووه ويشت ځلې
د ريسانو د کمیټې ناستې جوړې کړي چې د قوانينو او نړيوالو هوکړه ليکونو د تصويب او
تصديق سربېره يې د هېوادوالو سلګونه عريضې او شکايتونه څېړلي او د ۶۰۰ ځلو زيات يې حکومتي مسئولان استجواب کړي دي.

ملت ته د دولت د ځواب ورکولو پروګرام د ولسمشر د ۲۷۱۲ ګڼه حکم پربنسټ د ۱۳۹۸کال د کب مياشتې د لومړۍ نېټې څخه د ۱۳۹۹ کال
د وري د لومړۍ نېټې پورې د يوې مياشتې لپاره په لاره اچول شوې چې د وزارتونو،
خپلواکو رياستونو او بودجوي واحدونو په ګډون ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د مهالوېش سره سم د ۱۳۹۸
مالي کال د فعاليتونو اړوند د رسنیو له لارې د ادارې د لومړي شخص له خوا د خپلو
مرستيالانو په حضور سره ملت ته معلومات وړاندې کړي او د رسنيو پوښتنو ته ځواب
ووايي.
چې په همدې موخه نن يکشنبه د کب
په پنځه ويشتمه نېټه د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی
رئیس عبدالمقتدر ناصری د خپلو دواړو مرستیالانو په حضور سره ملت ته معلومات وړاندې
کړل.
ټاکل شوې وه چې دغه پروګرام نن له غرمې مخکې د حکومت د رسنیو مرکز کې
جوړ شي خو د کرونا ويروس سره د مبارزې او د يادې ناروغۍ څخه د وقايې په موخه
پرېکړه وشوه چې پاتې ادارې دې د رپوټ ورکولو پروګرام خپلو ادارو کې ترسره کړي او
ويډيويي کلېپونه دې د حکومت د رسنیو مرکز ته تسليم کړي نو له همدې امله د رپوټ
ورکونې پروګرام مشرانوجرګه کې جوړ شو چې ويډيويي کليپ به يې په نږدې راتلونکې کې د
حکومت د رسنیو مرکز له خوا خپور شي.