اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د وري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب پنځه ویشتمه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه کې د پور د یوه قرارداد د تائید سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

25-Hot98-JAL1.JPG

د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعې د دوېم فاز دجوړولو اړوند د اوږدمهاله پور د ورکړې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ دغه قرارداد چې د جرګې کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د نړیوالو چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او تائید شو.

د غونډې آزادو بحثونو کې د جرګې رئیس او ټولو غړو هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او ددې ناروغۍ د وقایوي تدابیرو په اړه  خپلې نظریې وړاندې او ویل باید ټول هېواد په ځانګړي توګه لویدیځو سرحدونو کې د دغه ویروس سره د مبارزې په موخه هڅې ډېرې شي او هم په دولتي ادارو کې دې د خپرېدو څخه د مخنیوي په برخه کې لازم اقدام وشي همداراز هېوادوال دې د عامی روغتیا وزارت او روغتیایی کارکوونکو لارښونې عملي کړي.

سناتورانو زیاته کړه  د هېواد پولې د صادراتو او وارداتو په موخه په بشپړه توګه خلاصې دي خو یو شمېر پلورونکو د خوړو او روغتیایې توکو بیې په خپل سر لوړې کړي چې باید مسئول ارګانونه یې مخه ونیسي.

غونډې د سولې خبرو اترو په درشل کې د هېواد سیاسي شته وضعیت نامطمین وباله او ټینګار یې وکړ چې رامنځته شوی حالت به د سولې بهیر ته زیان و رسوي او باید د ملي شورا د دواړو جرګو ریسان او اداري پلاوي د دغه وضعیت څخه د وتو له پاره منځګړیتوب وکړي.

25-Hot98-JAL2.JPG

د آزدو بحثونو په پای کې د مجلس رئيس وویل، د ټاکنو بهیر پاي ته رسېدلې او د ټاکنو کمېسیون یو ټیم ګټونکې اعلان کړی چې د نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوی اوس نو اړتیا شته چې دغه تعامل ومنل شي او د جمهوریت د بقا او د نظام د ټینګښت له پاره د یو بل په منلو رښتینې هڅې وشي.

فضل هادي مسلم یار ټینګار وکړ چې باید شخصي غوښتنې او ګټې له پامه وغورځول شي او لوري دې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو اقدام وکړي ترڅو افغانان خپل حضور په کې وویني او هم دهېواد یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي شي، چې د اړتیا په صورت کې به مشرانوجرګه هم د حکومت د مشرتابه او سیاسیونو سره په اړیکه کې شي.

د سنامجلس رئيس د سولې بهیر ته په اشارې څرګنده کړه چې باید یاد بهیر کې عام وګړي او سیاسیون شریک شي او د یوه واحد غږ او دریځ څخه پرمخ ولاړ شي ترڅو د خلکو رښتینې غوښتنې ته چې د تل پاتې او سرتاسري سولې ټینګښت دې لبیک وویل شي.

25-Hot98-JAL3.JPG

پای کې یې ایران کې میشت افغان کډوالو ته د منسوب شویو غږونو خپرېدو څخه چې ویل کیږي د یاد هېواد د امنیتي منسوبینو له خوا ربړول کیږي، جدي خواشینی څرګنده او د بهرنیو چارو وزارت څخه یې وغوښتل چې دا موضوع وڅېړي او که چیرې حقیقت و لري نباید افغان حکومت د خپلو وګړو پروړاندې خاموشه پاتې شي بلکه په اړه دې یې لازم اقدام وکړي، اوهم یې د نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده ورکړه چې د مسئولانو په همکارۍ دې یاد  مورد ته جدي رسیدګي وکړي.