اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۰ نېټه

د ملي شورا دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره د پیژندګلوۍ کتنه  وکړه.

20-Hot98-MUL1.JPG

کتنه کې ښاغلي امینیان فضل هادي مسلم یار ته د ایران د اسلامي شورا مجلس د رئیس د نیکو پیرزوینو د وړاندې کولو سربېره د دوو ګاونډیوهېوادونو ترمنځ د راکړی ورکړې په پراختیا ټینګار وکړ او افغان کډوالو ته د ښوونې او لوړو زدکړو د مناسبو فرصتونو د درامنځ ته کېدو څخه یې یادونه وکړه، همداراز یې څرګنده کړه چې هېواد یې چمتو دی ترڅو ۲۵۰۰ تنه افغان زندانیان چې په بېلا بېلو جرمونو محکوم دي افغان لوري ته وسپاري.

20-Hot98-MUL2.JPG

نوموړی زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت هیله لري چې د افغانستان دسولې په اړه هڅې مثبتې پایلې ولري تر څو افغانان د امن په فضاء او د تاوتریخوالي څخه لیرې ژوند وکړي.

ورپسې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل وروستي سفر او د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو سره د خپلو کتنو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او ایران  کې یې کډوالو ته د فرصتونو د برابرېدو څخه خوښي وښوده.

د مجلس رئیس زیاته کړه افغانستان د متقابل درناوي په پام کې نیولو سره ټولو هېوادونو په خاص ډول خپلو ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

20-Hot98-MUL3.JPG