اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږي ۱۷ نېټه

دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار، د اداري پلاوي او دجرګې ددارالانشاء دلوی ریاست لخوا نن ددې جرګې دحقوقي سلاکارشهیدعبدالقادرصدیق او د دریو شهیدو شویو وروڼو یې دفاتحې مراسم واخیستل شول.

دفاتحې مراسم چې دملي شورا داالحاقیې په جومات کې ترسره شول په هغې کې دشهیدعبدالقادرصدیق او دورنو یې هر یو شهیدعبدالصبور، شهید بهادر  اوشهیدجهانزیب، دکورنۍ غړو او زیات شمیر دوستانو، دمشرانوجرګې نایب منشي اویوشمیرغړو، په پارلماني چاروکې ددولت وزیر، دوسله وال پوځ منسوبینو، دننګرهارڅخه راغلیو میلمنو، دمشرانوجرګې د دالانشاء دلوی ریاست رییسانو اوکارمندانو او دمختلفو ادارو کارکونکو په کې ګډون کړی وو او دیادو شهیدانو روحونو ته یې ددعا ترڅنګ دهغوی دردیدلې کورنۍ ته دلوی رب له درباره دستر صبر او زغم غوښتنه وکړه.

دمشرانوجرګې ددارالانشاء لوی رییس عبدالمقتدر ناصري دشهیدانو دفاتحې دټولوګډونوالو څخه دمننې ترڅنګ دشهیدانو کورنۍ  ته یوار بیا تسلیت ووایه او هم یې د دارالانشاء کارمندانو ته ډاډګیرنه ورکړه  چې خپل نږدې او دعلم او ادب په میوه سمبال دوست شهید عبدالقادرصدیق یې له لاسه ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې هېواد کې دې دجنګونو او وژنولړۍ بنده او تلپاتې سوله دې تامین شي.

ورپسې دشهیدانو کاکا ډاکټرقایم هم خبرې درلودې او دمشرانوجرګې درییس فضل هادي مسلم یار او دټولو سناتورانو څخه یې مننه وکړه چې پدې نه هیرېدونکي غم کې ددوی سره ول نوموړي ټینګار درلود چې داپېښه باید وڅیړل شي او عاملین یې په سزا ورسیږي ترڅو له یوې خوا عدالت پلی او له بلې خوا د دشهیدانو کورنۍ او خلکو ته قناعت حاصل شي.

د ویلو ده چې تیره اونۍ ننګرهارکې میشت صفر دو امنیتي قطعې په بیرحمۍ او دهیڅ دلیل پرته دمشرانوجرګې حقوقي سلاکار شهیدعبدالقادرصدیق او درې تنه وروڼه یې چې دشته نظام او حکومت ملاتړي وول  په شهادت ورسول .