د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۸ کال د وږي ۱۶ نېټه
دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په
مشرۍ ، دملي شورا یو لوړ پوړي پلاوي پرون دجمعې په ورځ دڅلورو شهیدو شویو بیګناه ورونو
دشهادت دقضیې دڅیړلو او دشهیدانو دکورنۍ سره دغمرازۍ په موخه ننګرهار ولایت ته سفر
وکړ.

ننګرهار ته ترتګ مخکې کې پلاوي ارګ کې ولسمشرمحمد
اشرف غني سره پدې تړاو وکتل.
لیدنه کې دهېواد په کچه دملکي تلفاتو او په
ځانګړې توګه ننګرهار کې دڅلورو ورونو
دشهادت دپېښې دڅیړلو په موخه غوښتنې او نظریې مطرح او ټینګار وشو هغه خپل سري قطعات چې دملي امنیت
دنوم څخه په ګټه اخیستو بیګناه هېوادوال په شهادت رسوي باید مخه یې ونیول شي او
عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي ځکه ددوی دارنګه ظلمونه به دحکومت او
دولسونو ترمنځ د واټن دډېریدو سبب شي او خکو ته به دحکومت پر وړاندې ناسم ذهنیتونه
ورکړي.
د ولسمشر
له لورې پدې تړاو ډاډ ورکړل شو چې حکومت به دبیګناه څلورو ورنو دشهادت پېښه له
پامه نه عورځوي بلکه په جدیت به یې څیړي اوهم
لویې څارنوالۍ ته هدایت ورکړل شوی چې دپېښې څرنګوالی وپلټي او عدالت پلی کړي.

تر دې وروسته دملي شورا پلاوی ننګرهار ولایت
ته لاړ او هلته یې د والي شاه محمود میاخیل، دملي امنیت رییس، امنیې قوماندان
اودلویې څارنوالۍ استول شوي پلاوي سره کتنه وکړه.
دمشرانوجرګې رییس دپلاوي په استازولۍ خبرې وکړې او
څرګنده یې کړه چې تل دخپلو مسلحو ځواکونو په مالاتړ کې یو ددوی هره مثبته کړنه،
هرتکلیف، او سرښندنه چې دافغانستان د آرامۍ او دافغانانو د دامنیت دټینګښت په لاره
کې یې ترسره کوي ستایواو ترڅنګ یې ولاړیو او مکار دښمن به ددوی پر وړاندې زمونږ
خلوص او اعتماد کمزوری نه بلکه لاپیاوړی کړي.

خو دصفر دو قطعې په ګډون هرڅوک چې ددې هېواد
بیګناه بچیان په شهادت رسوي او کورنۍ یې دغم په ټغرکيښنوي په هکله به یې خاموشه نه
بلکه خپل آواز اوچتوو او دداسې پېښو په ځانګړې توګه دڅلورو بیګناه ورونو دشهادت د موضوع
دپلټنو په اړه به له پوره فشاره کار اخلو ترڅو قاتلین یې محکمې ته وپیژندل شي.

ورپسې دننګرهاروالي هم خپلو خبرو کې دیادې پېښې
څخه خواشیني وښودله او د صفر دو دا عملیات یې وغندل او ډاډ یې ورکړ چې ديېښې اړه به
ټول قراین او شواهد دلویې څارنوالۍ پلاوي سره شریکوي ترڅو پېښه په قاطعیت وڅیړل شي
او په راتلونکي کې ددې ډول جنګي جنایتونو مخنیوی وشي.

همداراز دلویې څارنوالې دپلاوي مشرهم خبرې
درلودې او یاده زړوه بوږنونکې پېښه یې جنګي جنایت، دشریعت او نافذه قوانینو خلاف
عمل یاد راکړ او څرکنده یې کړه چې په بیطرفۍ سره به یې څیړي دقیق او عیني رپوټ به
یې چمتو او ددولت لوړپوړو چارواکو سره به یې شریک کړي.
له دې وروسته دمشرانوجرګې د رییس په مشرۍ دملي شورا پلاوی دفاتحې
او دتسلیت دمراتبو دوړاندې کولو لپاره دشهیدانو د پلار او خپلوانو لیدو ته و لاړ.

فضل هادي مسلم یار ددې ترڅنګ چې دولسمشر او
دخپل دډاډګیرنې مراتب دشهیدانو د پلار او دکورنۍ نوروغړو سره شریک کړل په خپلو
خبرو کې یې د دیادو شهیدانو دغوره اخلاقو، ښوکړنو، دیندارۍ او هېوادنۍ مینې یادونه
وکړه او ژمنه یې وکړه چې پېښه به ټولې
خواوې په جدیت څیړي او دخپلو کړنو رپوټ به دشهیدانو دکورنی سره شریکوي.

دشهیدانو پلار ددې بشري ضد جنایت په تړاو چې
څرنګه دڅوتنو خونخوارو او سخت زړه بدبختو لخوا ترسره شوه کیسه وکړه او ټینګار یې درلود
هرهغه چا چې یې دکورنۍ په تړاو ناسم معلومات ورکړي او زامن یې شهیدان کړي باید
وپيژندل شي او دقانون منګلو ته وسپارل شي.

دملي شورا پلایو په همدې ترتیب دملي امنیت دیوتن
منسوب شهید ډګروال میرعباس پاچا او
دننګرهار پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي د پخواني رییس شهید پوهاند استاد مسعود
نیکبخت کورونو ته ولاړ او د یادو شهیدانو
د کورنیو او خپلوانو سره یې خپله غمرازي او خواخوږي شریکه کړه.

دیادولو ده چې پلاوي کې دولسي جرګې لومړی نایب
امیرخان یار، دمشرانوجرګې دویم نایب ډاکټر محمدآصف صدیقي، دمختلفو ولایتونو
سناتوران ، دمشرقي ولایتونو وکیلانو او دسنامجلس
د دارالانشاء لوی رییس عبدالمقتدر ناصري
ګډون درلود.