اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د وږي ۱۳ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دملي شورا په مقرکې دافغانستان لپاره دقطرهېواد دلومړني سفیر ښاغلي سعیدمبارک الخیارین الهاجري سره وکتل.

13-Sunbola98-MUL1.JPG

کتنه کې هېواد کې دسولې دټینګښت، دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو اترو دڅرنګوالي،دهوايي خطونو د رامنځ ته کېدو، قطرته د زراعتي حاصلاتو او لاسي صنایعو د صادرېدو او افغان محصلینو ته دتحصیلي بورسونو د ورکولو په اړه بحثونه وشول.

   لومړی ښاغلي الهاجري وویل هېواد یې لیواله دی چې د افغانستان زراعتي محصولات او لاسي صنایع په ځانګړې توګه غالۍ چې دلوړ کیفیت لرونکې دي وارد کړي او ددې ترڅنګ دقطر پانګوال غواړي چې په مختلفوبرخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  دقطر سفیروویل چمتو یو چې په ملکي اونظامي برخوکې افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکړو،نوموړي دمجلس د رییس څخه وغوښتل ترڅو دهوايي خطونو درامنځ ته کیدو په اړه دشته ملحوظاتو دحل په موخه همکاري وکړي چې له دې لارې دسوداګرۍ په برخه کې لازم سهولتونه رامنځ ته شي.

ورپسې دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار دخپلو خبرو پرمهال کابل کې دقطر دسفارت دپرانیستل کیدوڅخه دخوښۍ ترڅنګ وویل تحمیلي جګړې دافغانستان دخلکو لپاره دبې شمیره دردونو سبب شوي او افغانان تربل هروخت دیوې باعزتې او تلپاتې سولې چې په هغې کې یې حقونه خوندي او دوروستیوکلونو لاسته راوړنې په پام کې نیول شوي وي غوښتونکي دي.

13-Sunbola98-MUL2.JPG

دمجلس رییس دامریکې دمتحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ دسولې خبرو اترو ته په اشارې سره وویل تمه لرو قطر چې دافغانستان ددولت اوخلکو ملګری دی دخپل نفوذ څخه په کاراخیستو طالبان وهڅوي چې دافغان دولت سره خبرو ته حاضرشي ترڅو دسولې خبرې مثبتې پایلې ولري.

دمشرانوجرګې رییس ډاډ ورکړچې دکابل- دوحې ترمنځ دهوایي خطونو درامنځ ته کیدو په اړه به هڅې وکړي.