اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۳۱ نېټه

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې مخکې د آسترالیا هېواد پارلماني پلاوی او کابل کې مېشت د یاد هېواد نوي ګمارل شوي سفیر سره د ملي شورا په مقر کې وکتل.

31-Asad98-MUL1.JPG

دې کتنه کې د پلاوي رییس ښاغلي اندریو والاس او کابل کې استوګن د آسترلیا سفیر ښاغلي ګیوف توت د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې د رارسیدو له امله د مشرانو جرګې رییس او ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او د آسترالیا هېواد سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کلیزې څخه د یادونې تر څنګ یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو دملتونو ترمنځ اړیکې یوې نیمې پیړۍ ته رسيږي.

31-Asad98-MUL2.JPG

ورپسې دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار افغان حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې دآسترلیا د مرستو او د یاد هېواد دپوځیانو دفعالیت څخه چې په افغانستان کې یې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ترسره کوي مننه وکړه او خپل دتسلیت مراتب یې دهغو پوځیانو د کورنیو سره چې د تروریزم پر وړاندې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، شریک کړل.

31-Asad98-MUL3.JPG

د مشرانوجرګې ریيس ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان سره د افغانستان د اړیکو دڅرنګوالي او دسولې خبرو اترو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل، موږ د نړۍ او ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکې یو، خو له بده مرغه یوشمېر ګاونډي هېوادونه خاص ډول پاکستان ترهګری سره د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو کې رښتینی ندی او د وېره اچوونکو ډلو په ملاتړ او سمبالولو سره هره ورځ د افغانانو څخه قربانۍ اخلي.

31-Asad98-MUL4.JPG

 دجرګې رییس زیاته کړه د افغانستان خلک د هغې سولې تږي دي، چې هېواد کې د تلپاتې ټیکاو او د جګړې د پاي ته رسیدو سبب شي، او ټینګار یې وکړ چې د سولې په اړه هرډول مذاکرات باید دافغانستان داسلامي جمهوري دولت په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

په پای کې د آسترلیا هېواد پلاوي دمشرانوجرګې درییس څځه وغوښتل چې په یوه مناسب فرصت کې ددې هېواد د لوړو پوړو چارواکو سره دکتنو په موخه دې آسترلیا ته رسمي سفر ولري.

31-Asad98-MUL5.JPG