اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۰ نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ  او د ترانسپورت وزارت د مرستیال، د پلازمېنې د مسافر وړونکې ترانسپورتي خدمتونو د ترمینل د رئیس او د اتفاق غوربند، بازارک، ستاره پنجشیر، نوی قدرت او بس مصطفی باسط په ګډون سره جوړه شوه.

په پيل کې د کمېسیون رئیس د پلازمینې د مسافر وړونکې ترمینل د جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د ده رغول یې د کابل ښار په دننه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوی په لاره کې یو مثبت ګام وګڼه.

ورپسې د ترانسپورت وزارت معین وویل، دغه ترمینل د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د ترانسپورتي شرکتونو د انتقال په موخه پرانیستل شو خو د حصارک، آریا باختر پروان، قدرت بس، پامیر، پامیر پروان او باختر پروان په شان یو شمېر شرکتونه نه غواړي چې ترمینل ته انتقال وکړي چې دغه امر په جاده میوند، دویم پروان او سرای شمالي کې د مسافرینو د بی نظمۍ او زورونې سبب ګرځېدلې دی.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، یاد شرکتونه چې تر اوسه ترمینل ته نه دې انتقال شوي، ژر تر ژره دې خپل دفترونه او موټرې یاد ترمینل ته انتقال کړي تر ځو په کابل ښار کې د مسافرینو د بی نظميو او زورونې څخه مخنیوی وشي، له دې پرته به له متخلفینو سره قانوني چلند وشي.

 9-Asad98-Mukhabirat.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د آریا موسسې د ادارې او مالي مدیر دندو او واکونو څخه د ناوړه استفادې په اړه د یادې موسسې د رئیس د شکایت موضوع تر څېړنې لاندې ونیول شوه چې د اړیکو او رسیدګي په موخه د اقتصاد وزارت ته ولیږل شوه.

9-Asad98-Adli.JPG

د ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو چارو، معلولینو او د شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د کابل – هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو څخه خواشینی څرګنده شوه او د دغه بشری ضد جنایت د غندلو تر څګن د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب شریک شول.

د غونډې په بله برخه کې افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ څخه اندېښنه څرګنده شوه، د اړوندو حکومتي مسئولانو وغوښتل شول تر څو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو مال او ځان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

9-Asad98-Aqwam.JPG

د غونډې په پاي کې روان تقنینی کال لومړي اجلاس کې د کمېسیون کړنې تر ارزونې لاندې ونیول شوې چې مثبتي وګڼل شوې.

همدا راز د مشرانو جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د ولایتي شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون رپوټ د میر حاتم تره خېل له خوا وړاندې شو.

د رپوټ پر اساس یاد کمېسیون د یو شمېر قوانینو، هوکړه لیکونو او راغلو اسنادو د څېړنې سربېره د بېلا بېلو ولایتونو د ولایتی شوراګانو رپوټ مطالعه او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته لیږل شوي دي اوز یاته یې کړه چې یاد کمېسیون څو ځلې حکومتي مسئولین د استجواب په موخه رابللي دي چې له دوي سره د خلکو د ستونزو او ځینې نورو مهمو مسایلو په اړه بحثونه شوي د ي او د دې مودې په لړ کې څو عریضو ته رسیدګي شوې ده.

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون د تقنینی اوولسمې دورې د لومړي کال د اول اجلاس کاري اجراات تر څېړنې لاندې ونیول شول، د کمېسیون رئیس د کمېسیون په غونډو کې د  غړو د فعال حضور او په پروګرامونو او غونډو کې د دوي د ګډ،ن څخه مننه او قدردانۍ څرګنده کړه.

همدا راز په غونډه کې په نږدې راتلونکې کې فاریاب ولایت ته د کمېسیون د پلاوی د څارنیز سفر د پلان په اړه بحث او د کمېسیون د  غړو له خوا تائید شو.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ولایت د عامې روغتیا د رئیس په حضور سره په یاد ریاست کې د یو لړ شته ستونزو په اړه بحث او ټاکل شوې وه ځینې موضوعګانې د عامې روغتیا وزارت د پلټنې د رئیس په حضور کې تر بحث لاندې ونیول شي، خو نوموړي د نا معلومو دلایلو پر بنسټ غونډې ته حاضر نه شو او وپتییل شوه تر څو د کابل عامې روغتیا ریاست کې شته ستونزې د عامې روغتیا وزارت د پلټنې ریاست ته ولیږل شي او یاد ریاست په شلو ورځو کې خپلې پلټنې تکمیل او د پایلو اجراات د راتلونکو اجرااتو په موخه کمېسیون ته راولیږي.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګي سربېره، د فاریاب ولایت د سرې میاشتې رئيس په یاد ریاست کې شته ستونزې مطرح او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.

9-Asad98-Rifai.JPG

د محمد هاشم الکوزی په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د هېواد د امنیتی وضعیت په اړه د بحث تر څنګ د سړک غاړی ماین سره د ټکر له امله د کندهار- کابل د لویې لارې په اوږدو کې د مسافر وړونکې موټر د اوښتل چې د څلور دېرشو مسافرو د شهادت سبب شول، خواشینی څرګنده شوه، د پېښې شهیدانوو ته د فردوس جنت غوښتنه وشوه.

همدا راز په غونډه کې د کندهار ولایت د ملي امنیت رئیس د امنیتی وضعیت، لاسته راوړنو او په یاد ولایت کې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

9-Asad98-Dfai.JPG

همدا راز په غونډه کې د بګرام زندان کې د ملي پولیسو د یوه تن د کړنو څخه ستاینه وشوه او نوموړی ته د مشرانو جرګې تقدیر لیک ډالۍ شو.

ژباړن احمد ویس خاورې