اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې دمطبوعاتو دفتر

 د۱۳۹۸ کال د زمري ۸ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې وروسته کابل کې استوګن دهند جمهوریت سفیر ښاغلي وینی کمار سره وکتل.

8-Asad98-MUL1.JPG

دواړو لورو پدې کتنه کې پروخت دولسمشریزوټاکنو دترسره کیدو او ددې ملي پروسې دامنیت دټینګښت، دافغانستان دسولې په تړاو پرروانوهڅو او افغانستان سره دهند دمرستو دډیریدو په اړه بحثونه وکړل.

ښاغلي کمار په خپلو خبروکې کابل کې دورستیوترهګریزو پېښو له امله تسلیت وړاندې کړ او دخپل هېواد رسمي بلنه یې دمشرانوجرګې رییس سره شریکه کړه، همداراز یې وویل دیوه نږدې دوست په توګه هند افغانستان کې دسرتاسري امنیت دټینګښت او دتلپاتې سولې پلوی دی اوتمه لري چې روانې هڅې په افغانستان کې ددایمي سولې سبب شي.

دهندسفیرهیله مندي وښوده چې دافغانستان ولسمشریزې ټاکنې دامن فضا کې ترسره شي ترڅو افغانان وکولای شي چې خپل دخوښې وړکاندیدانو ته رایه ورکړي او له دې لارې سیاسي واک انتقال شي، په پای کې یې په مختلفوبرخو کې دافغانستان سره دخپل هېواد دمرستو دډیریدو څخه هم یادونه وکړه.

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار پخپلو خبرو کې ددوست هېواد هندوستان دمرستوڅخه مننه وکړه اوویل باید دسیمې هېوادونه اودافغانستان نړیوال ملګري دافغان حکومت اوطالبانوترمنځ دمخامخ خبرو دترسره کیدوزمینه برابره کړي ځکه دزلمي خلیلزاد اوطالبانو ترمنځ روانو ناستو شکونه اوملاحظې پیداکړي او زمونږ خلک نه پوهیږي چې امریکا اوطالبانو په کومو مواردو یوبل ته ژمنې ورکړي دي.

8-Asad98-MUL2.JPG

دمجلس رییس زیاته کړه نړیوال ملګري دې دخپلوژمنوسره سم عمل وکړي او په ملکي اونظامي برخوکې دې افغانستان سره مرستې وکړي ځکه دسیاسي واک دلیږد اوهم دسولې له پلوه داهېواد په حساسوشرایطو کې دی اوباید پدې اړه محتاطانه او په پوره تدبیرسره اقدامات ترسره شي.