اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۹

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن د ملي شورا په مقر کې د ولایتی شورا د یو شمېر پخوانیو غړو سره وکتل.

د بېلا بېلو ولایتونو د ولایتی شورا دغو پخوانیو غړو د مشرانو جرګې رئیس سره د کتنې په وخت وویل، د هېواد د ولایتی شوراګانو ګڼ شمېر وکیلانو ځانونه د ولسی جرګې څوکۍ ته نوماند کړي وو چې له دې جملې څخه شاوخوا اویا تنه یې د ولسی جرګې د څوکۍ په ترلاسه کولو بریالي نه شول چې هم یې د ولایتي شوراګانو څخه خپل غړیتوب له لاسه ورکړ او هم د ولایتي شوراګانو او موکلینو په کاري چارو کې تشه او ځنډ رامنځته شوې دې.

29-Jawza98-MUL1.JPG

دوي د مشرانو جرګې د رئیس څخه وغوښتل تر څو په ولایتي شوراګانو کې د دوې  کار د دوام له پاره خپله غوښته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه سره په بحث کې مطرح کړي.

د مشرانو جرګې رئیس د دوې د غوښتنو  په اورېدو سره وویل چې د مشرانو جرګې د اړوند کمېسیون په نامه دې عریضه ترتیبب کړي تر څو ولیدل شي څه ډول اقدام په دې برخه کې کیدلای شي.