اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د چنګاښ ۳۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۸

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار او منشی نایب ډاکټر فیصل سمیع او د افغانستان او روسیې تر منځ د پارلماني دوستي کمېټې رئیس نن د فدراتیف روسیې پارلماني پلاوی سره د پارلماني اړیکو د ټینګښت او پراخوالي اړوند وکتل.

په دې کتنه کې محمد علم ایزدیار د سیمې په قضایاو کې د فدراتیفې روسیې رول ګټور وګڼه او کومې ناستې چې د افغان سولې په اړه مسکو کې جوړې شوې، ګټورې وګڼلې، زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د طالباني نظام او د دوې له نیتونو څخه خبر دي او د سولې خبرو اترو بهیر کې د افغان دولت، سیاسیون او په ځانګړي توګه د مقاومت جبهې نظریې به لا زیاتې ګټورې وي.

ایزدیار د نړیوالو همکارانو له خوا د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې امر کې په کم کاریو نیوکه وکړه او ویې ویل، افغانستان کې د داعش فعالیتونو زیاتوالې هېواد او سیمې ته جدي ګواښ دې چې باید یادې ویره اچوونکې ډلې د لمنځه وړو او د نشه یی توکو د کښت، تولید او قاچاق سره د مبارزې په برخه کې په همغږۍ سره کار وشي.

28-Jawza98-MUL1.JPG

ورپسې د فدراتیفې روسیې د پارلماني پلاوی رئیس سناتور کاندریتوف ولادیمیر د دواړو هېوادونو تر منځ د پارلماني تودو اړیکو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، کوم ګامونه چې افغان پارلمان د سولې په موخه پورته کوي د قدر وړ دې او هېوادیې هغه ناستې چې د افغانستان د سولې له پاره په دوحه کې په لاره اچول کیږي، تر نظر لاندې یې دي او هیله لري چې مطلوبې پایلې ته ورسیږي.

ښاغلی ولادیمیر د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل څخه خپله ناخوښی څرګنده کړه او ویې ویل چې متبوع هېوادیې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو څخه اندېښمن دې، هیله ده چې امریکا، چین او روسیه د افغانستان د پرمختګ له پاره زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي په پای کې د مجلس لومړي نایب محمد علم ایزدیار ته د روسیې هېواد څخه د لیدنې په موخه بلنه ورکړه او دواړو لورو یو شمېر ډالۍ یو بل ته اهدا کړې.