اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د چنګاښ ۳۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۲ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د مرستیال انجنیر عبدالقادر نوروزی په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د جمهوری ریاست د ټولټاکنو له پاره د تقویتی نوم لیکنې د پیل څخه هرکلې او ټینګار وشو چې په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو له پاره د ټاکنو پرته بله لار د منلو نه ده او باید ټول لوری د رڼو او عادلانه ټاکنو د جوړیدو له پاره هڅې وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د یو شمېر سیمو د بیرته نیولو او د د ښمنانو د زندانونو د ماتولو په اړه د امنیتی ځواکونو لاسته راوړنې وستایل شوې او د امنیتی سکتور مشرتابه څخه وغوښتل شول تر څو امنیتی ځواکونه وهڅوي.

همدا راز د ځوانانو د ستونزو په اړه بحث او وویل شول چې وزګارتیا تر ټولو عمده ستونزه ده چې د ځوانانو په لار کې پرته ده خو د یوې لسیزي په تیریدو سره یادې مسلې ته پاملرنه نه شوې او د حکومت او مسوولو بنسټونو وغوښتل شول تر څو د ځوانانو د وضعیت د ښه والي له پاره عملي طرحې او پروګرامونه ترلاسه لاندي ونیسی.

په پای کې د کانونو په استخراج کې د یو لړ ستونزو، د یادو کانونو په قرارادونو کې د ستونزو او په غیر فنی او مسلکي توګه د کانونو د استخراج په اړند بحث او پرېکړه وشوه تر څو په یوې غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت مشرتابه د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندي کړي.

 22-Jawza98-Rifai.JPG

د مولوی غلام محۍ  الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د دولتی چارواکو د شتمنو د ثبت او اشاعې قانون پنځمې او اوومې مادې ځینو موادو کې پیشنهادي تعدیلونه او د وسلو د سوداګرۍ معاهده تائید شوه.

د غونډې په بله برخه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمشنرانو د اختلاس قضیې او د عدلي او قضایی ادارو له خوا د دوي د نسبتي دوسیو د طی مراحلو په اړه د مشرانو جرګې د عمومي غونډې د لارښوونې پر بنسټ خبرې او وپتییل شوه چې د اړوندو مراجعو څخه دې لیکلی معلومات وغوښتل شي.

 22-Jawza98-Adli.JPG

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د خوست ولایت د ولایتی شورا لیک مطالعه او د اجرااتو په موخه د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته ولیږل شو.

په یاد لیک کې راغلي چې د کډوالو ریاست اړوند قلموال مېنې پروژې په سیمه کې دولتي ځمکې چې د یوه زورواکي له خوا غصب او پرې د استوګنې کورونه جوړ شوي په داسی حال کې دغه موضوع د امنیه قومانداني په نامه د مخنیوی په موخه استول شوې خو پرې پام نه دې شوې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ملي شورا د مقر د لا ښه امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په اړه خبرې او وپتییل شوه موضوع دې د ملي شورا د امنیتی چارو رئیس سره مطرح او په دې اړوند دې پرېکړې وشي.

د ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د وزارتونو او یو شمېر نورو حکومتي بنسټونو د جندر مسوولینو ګډون کړې وو، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو، اوبو او انرژۍ، اقتصاد، د کلیو د پراختیا، شهیدانو او معلولینو، عدلیې، ښارجوړونې او ځمکوالۍ وزارتونو، د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون او د مرکزی احصائیې ادارې د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه کمېسیون ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د ښځو د ځواکمنتیا او ظرفیتونو د لوړیدو په موخه یې پروګرامونه په لاره اچولي او ګڼ شمېر نجونې د دولتی او خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو ته معرفي شوي او هم په څو ولایتونو کې د ښځو ټولنو د پياوړتیا په برخه کې د کارموندنې له پاره د پوهاوي ورکولو ترڅنګ یو لړ کارونه شوي دي.

دوي وویل د حکومت د پالیسۍ سره سم دم ګړۍ په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه اووه ویشت سلنه ده او ټاکل شوې دغه ونډه د روان کال تر پایه دېرش سلنو ته لوړه شي او هم یې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د اداری اصلاحاتو له لاري د ښوونکو په توګه د۱۸۵۰ نجونو د ګمارنې حخه خبر ورکړ.

همدا راز سیاسی برخو، نړیوالو ژمنو، د ښځو اړوند نړیوال سازمان امنیت شورا کې د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک، د ښځو په برخه کې د سیدا کنوانسیون او د ښځو د تبقیض ټولو اشکالو د حل په برخه کې یې د پروګرامونو د په لاره اچولو او عملي پلان دجوړیدو څخه یادونه وکړه او په اړوند یې خبرې وشوې.

 22-Jawza98-Zanan.JPG

د غونډې په وروستۍ برخه کې یادو مسوولینو د جندر واحدونو د تشکیل د زیاتیدو، ریاست ته د جندر آمریتونو د بستونو د لوړیدو او یادو واحدونو له پاره د مشخصې بودجې د تخصیص په اړه یې خپل وړاندیزونه شریک او په یادو برخو کې د کمېسیون د همکاریو غوښتونکې شول.

کمېسیون د مسوولینو د څرګندونو د اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د خپلو دندو د واکونو سره سم له یادو واحدونو سره هر ډول همکاریو ته تیار دي.