اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د چنګاښ ۳۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۰ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن به بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال د پراختیایی او عادې بودجې د ضمیمې په توګه د مالي نویو مرستو په اړوند د مالیې وزارت رپوټ چې د دولت یو شمېر بودجوي واحدونو سره ترسره شوي، مطالعه او د مالیې وزارت له خوا د یاد رپوټ وړاندې کول یو نېک اقدام وګڼل شو او وپتییل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال د پروژو د پلي کېدو رپوټ د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې تر بحث لاندي ونیول شي.

 20-Jawza98-Mali.JPG

د سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د وسلو د سوداګرۍ معاهدې په اړوند بحث او د غړو له خوا تائید شوه او هم وپتییل شوه چې یاده معاهده دې د تصدیق په موخه عمومي غونډې ته وړاندې شي.

همدا راز په غونډه کې د سیاسی نمایندګیو د ودانیو د رغاونې په موخه کابل او ابوظبۍ ښارونو کې د ځمکې د تبادلې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او عربی متحده اماراتو د حکومتونو تر منځ هوکړه لیک په اړه بحث وشو او د لا زیاتو مطالعاتو او څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي اړوند د افغانستان اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ ادارې او د تاجکستان جمهوریت د اوسپنې پټلۍ د دولتی واحدونو شرکت تر منځ هوکړه لیک مطالعه او د لا زیاتو څېړنو به موخه د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

20-Jawza98-Bio.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، کډوالو او د شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د جمهوری ریاست د ټولټاکنو د رای ورکوونکو د تقویتي نومی لیکنې د بهیر له پیل څخه خوښی څرګنده شوه او له هېوادوالو او په ځانګړې توګه له هغو کسانو چې په تېره دوره کې د نوم لیکنې څخه پاتي دي وغوښتل شول تر څو خپل نومونه ثبت کړي او هم ټینګار وشو چې دغه امر دې په خپلو سیمو کې د کوچیانو له پاره هم په پام کې ونیول شي.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان امنیتی او دفاعي ځواکونو څخه د اوږدمهاله ملاتړ په اړه د ناټو سازمان د ژمنو د غځولو څخه هرکلې وشو او په اوسنیو شرایطو کې د مرستو دوام یو مهم ګام وګڼل شو.

 20-Jawza98-Aqwam.JPG

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د عدلیې وزارت د تقنین رئیس په حضور سره د دولتی چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې قانون پنځمه او اوومه مادو کې د ولسی جرګې د غړو د طرحې په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې او هم په غونډه کې راغلو عریضو ته رسیدګي وشوه.

20-Jawza98-Adli.JPG

د مېرمنې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د یو شمېر وزارتونو د جندر مسوولینو د خپلو فعالیتونو اوو ستونزو په اړوند معلومات وړاندې کړل.

د مالیې، لوړو زدکړو او ترانسپورت وزارتونو د جندر مسوولین چې په غونډه کې یې ګډون کړې وو، هر یوه یې په خپل وار سره په بېلا بېلو بستونو کې د ښځینه کارکوونکو د جذب، دوي له پاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو، د لنډې مودې ظرفیت لوړونې پروګرام کې د ګډون په موخه د څوارلسو تنو لیږل، د پروموت پروګرام ۲۴۰ تنو فارغانو ته د کار زده کولو پروګرامونو په لار اچول، دولتی تحصیلی بنسټونو کې د زورونې د منع پالیسۍ د لیکلو، یو شمېر ولایتونو کې د نجونو لیلیو د جوړیدو او اړوندو ادارو کې د زورونې قضیو او ځینو نورو مواردو اړوند خبر ورکړ.

همدا راز د جندر واحدونو له پاره د مشخصې بودجې او د ملي بودجې سند کې د دي له ځایولو یادونه وشوه او ویې ویل، په خواشینۍ سره د ښځو چارو وزارت د شته نیمګړتیاو او کم کاریو پر بنسټ نه دې توانېدلې تر څو ریاستونو ته د جندر آمریتونو د بستونو د لوړیدو په اړه خپل وړاندیز پلې او عملي کړي.

20-Jawza98-Adli.JPG

دوي له کمېسیون څخه وغوښتل تر څو د جندر واحدونو نوم بدلون ونه کړي او دغه واحد د بشری سرچینو ریاستونو څخه بیرون او خپلواک شي او هم هغه مېرمنې چې په پنځمو او شپږمو بستونو کې په دندو بوختی دي ارتقا به وکړي او له بلې خوا د پروموت پروژه دې په خپل درسی نصاب او ټولو پروګرامونو کې لازم بدلونونه راوړي.

د کمېسیون رئیس او غړو د دوي د نظریو، وړاندیزونو او ژمنو د اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د خپلو واکونو سره سم د یادو مواردو د حل په موخه اقدامات وکړي.